میوندسادات بـــــرخه: دامریکایی ښکیلاک دجنایاتو كـــتني: 25
په دې وروستیو کي د نوروسیمو غوندي هلمند کي هم دداخلي عسکروله لوري ملکي وژني او بشري سر غړوني زیاتي شوي، ولسي خلګ شکایت کوي چي دامنیتي عسکرو له لوري تهدیدیږي ، په یو اوبل نوم نیول کیږي، وهل کیږي،پر کورونو یې چاپې اچول کیږي او....
دجنوري په ۲۰مه نیته دهلمندولایت دنوزادولسوالۍ دګورجستاني عسکروکمپ سره څېرمه افغان عسکرودخبریالانوپه مخ کي یواووه کلن ماشوم وژلی، دهلمندولایت مدني ټولني چي دغه پیښه یې له نژدې څارلې ویلي چي یادشوی هلک په داسي حال کي په نښه شوی چي عسکروته یې دسلام په دودلاس پورته کړی ؤ.
ترپورته ذکرشوي پیښي یوه ورځ وروسته بیا رسنیودهلمنددچارواکوله خولې خبرورکړچي د نهرسراج په الکوزوښاخ سیمه کي وسله وال مخالفین (طالبان) داختر محمد په نوم یو کس کورته ورغلي اودنوموړی په ګډون یې دهغه میرمن اوماشوم زوی درې واړه دخوب پرمهال وژلي دي، دهلمنددامنیه قوماندانۍ دمطبوعاتي امرسمونوال عبدالاحدچوپان په ویناطالبانوهمداکسان ددلت سره دهمکارۍ اوپه دې خاطروژلي چي په دغه سیمه کي دسفرمحمدپه نوم یوکس یوکال مخکي دطالبانوپرضدپاڅون وکړاودپولیسودلومړي کنډک په مرسته یې دغه سیمه له طالبانوتصفیه کړه.
ددې پیښي په سبادوژل شوي کس (اخترمحمد)زوم عبدالولي دپیښه اصلي واقعیت په دې ډول روښانه کړچي :«زماخسر،خواښې اوکوچنی زوی یې طالبانونه دي وژلي، دوی په دغه کلي کي داربکیانودقوماندان سفرمحمدوراره او ساتونکي په ډیره بې رحمانه توګه وژلي دي».
دهلمندولایتي چارواکو هم داربکیانوله لوري د همدې درې تنوولسي وګړو وژنه منلې ده، دوی ویلي چي ددغي پیښي عاملین به نیسي اودقانون منګولوته به یې سپاري ؟!.
همداراز یوه ورځ وروسته بیادجنوري په ۲۲مه نیټه دهمدې ولایت دمارجې ولسوالۍ په سیستاني کي دقوماندان مالک عسکرویوهلک چي لس کاله عمریې درلودوواژه ، خلګوداحتجاج په توګه دوژل شوي ماشوم جسدولایت ته یووړ،خوګومان نه کیږي چي دپیښي عاملینوته دې سزاورکول شي .
په هلمندکي دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون مشربلال صدیقي هم له خلګو سره دامنیتي عسکروستوغ اوبدچلندتائیدکړی،نوموړي چي په هلمندولایت کي یې دبشري حقونوکلنی راپوروړاندي کاوه وویل چي : خلګوپه پرله پسې توګه دامنیتي ځواکونو څخه دناړه چلندشکایت پاڼي ورته سپارلي ،خوچارواکي دخلګوشکایتونو ته غوږ نه نیسي هغه کسان چي خلګ ځني په عذاب دي دوی یې یوازي له یوې سیمي بلي ته تبدیل کړي چي له همدې امله هغوی نورهم زړه ورکیږي اوخپل بدچلندته ادامه ورکوي .
دبشري حقونوولایتي رئیس بلا صدیقي وویل چي : په هلمندکي دامنیتي ځواکونوله لوري ملکي وژني اوبشري سرغړوني زیاتي شوي، په ټوله کي دتېرکال په پرتله سږ دملکي تلفاتو په کچه کي پنځه سلنه ډیر والی راغلی، یوازي په تېره اونۍ کي لس ملکي وګړي چي زیاتره یې ماشومان دي وژل شوي دي .
ښاغلي صدیقي ددولت څخه غوښتنه وکړه چي هغه کسان مجازات کړي چي دخلګوپه وژنو،ځورونوکي لاس لري، نوموړي اندیښنه وښوده چي که لوړپوړي چارواکي دامنیتي عسکروپریادوشوو بدوکړنو همداډول چوپ پاته شي حالات به نور هم دخرابۍ پرلورولاړ شي .
دهلمندسربیره دهیوادپه نورو ولایتونواوسیموکي هم دیرغلګروځواکونواوداخلي عسکروپه چاپو، بریدونو، بمباریواوهوایې ډزوکي ولسي خلګو ته دسر او مال درانه زیانونه اوښتي دي، تېره اونۍ دپروان ولایت دغوربندپه سیاګردکي دیرغلګرواوکورنیوځواکونوپه ګډوعملیاتوکي ۱۷تنه ولسي وګړي چي زیاتره یې ښځي اوکوچنیان ووشهیدان او۶تنه ژوبل شول، همدا راز دهیوادپه مختلفوسیموکي په پرله پسې توګه ورته پیښي رامنځته شوې چي نه یې عاملین سزاشوي اونه یې هم دمخنیوي رښتوني لاري چاري لټول شوي دي .
تېر ته په پام فکر نه کیږي چي دپورته ذکرشووجرمونو اوقتلونوښکاره عاملین دي مجازات شي، په دې وطن کي چي چاپې اوبرېښنایې رسنۍ یې دخلګوترضرورت څوچنده زیاتي دي که دوژل شووکسانواوقریبانوسره یې بخت ډیره یاري وکړه نوفقط ددوی دمرګ اوغم کیسې به مطبوعاتي شي، کنه ډیري ورته پیښي دهیوادپه لیرو پرتوسیموکي رامنځته شوي چي یوازي تش خبر یې هم رسنیو نه دی خپور کړی .
..
افغانستان